د مالیې وزارت وايي چې راتلونکو دوو ورځو کې به دولتي مامورینو ته د دوو میاشتو معاش ورکړل شي

د مالیې وزارت وايي چې راتلونکو دوو ورځو کې به دولتي مامورینو ته د دوو میاشتو معاش ورکړل شي
که څه هم د دولتي کارکوونکو معاشونه د کابل تر سقوط مخکې هم پر دولت پاتې دي خو واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته اقتصادي ستونزې د دې باعث شوې دي چې د دولتي کارکوونکو معاشونه په میاشتو وځنډېږي.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د مالیې وزارت یو ځل بیا ټولو دولتي کارکوونکو ته د هغوی د دوو میاشتو د معاشونو د ورکړې ژمنه کړې ده.
ملي راډیو ټلویزیون د مالیې وزارت د ویاند له قوله ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د ټولو دولتي مامورینو د دوو میاشتو معاشونه د دولت له بودجې څخه اجرا شي.
ا.ا تر دې وړاندې هم له دولتي کارکوونکو سره د هغوی د معاشونو د ورکړې ژمنه کړې وه خو د هغوی له شکایتونو سره سره تر اوسه پورې په دې برخه کې عملي اقدام نه دی شوی.
اړوند موضوعات:
مالیې وزارت: د دولتي کارکوونکو معاشونه د درېوو میاشتو یو ځای ورکوو
که څه هم د دولتي کارکوونکو معاشونه د کابل تر سقوط مخکې هم پر دولت پاتې دي خو واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته اقتصادي ستونزې د دې باعث شوې دي چې د دولتي کارکوونکو معاشونه په میاشتو وځنډېږي.






