په خيبر ضلع کښي په اول ځل بلدياتي انتخاباتو لپاره د ريسکيو 1122 جامع پلان تيار کړے شو
باغي ټي وي رپورټ
د تفصيلاتو ترمخه د خېبر ضلعې د ټولو ريسکيو 1122 افسرانو ترمينځه په مرکزي دفتر جمرود کښې د ضلعي ايمرجنسي افسر سيد شعيب منصور په مشرۍ کښې يوه غونډه وشوه .
په دې غونډه کې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د بېړني صورتحال سره د مقابلې لپاره جامع تګلاره جوړه شوه.
نوموړي په یاده ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د ټولو امبولسونو، د اور وژنې او نورو عاجلو وسایطو او همدارنګه د ژوند ژغورونکو درملو او د اړتیا وړ توکو د ساتلو امر هم جاري کړو.
په دې موقع ی د ټولو افسرانو ته هدایت وکړو او د ټولو کارکوونکو رخصتی ی هم ختمه کړه او امر ی وکړو چی دوی به د ټاکنو په وخت خپلې ذمه وارې ترسره کړي .
ریسکیو او رسپانس ټیمونو ته امر شوی چې د تحصیل په حساسو ځایونو کې د هر ډول بیړني حالت سره د مقابلې لپاره تیار وي.