د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې متحده اماراتو ته د د اف-۳۵ الوتکو ورکړې ته چمتو یو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې متحده اماراتو ته د د اف-۳۵ الوتکو ورکړې ته چمتو یو
بلینکن زیاته کړې ده چې امریکا به پر اماراتو د یادو الوتکو د پلور قرارداد چمتو کولو لپاره کار پیل کړي خو ټینګار کوي چې که امارات دا الوتکې اخلي نو باید ژر له خپله اړخه واضح پیغام دوی ته ورسوي.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی د ابوظبۍ له لوري د هغه وړاندیز منلو ته تیار دي چې ویلي یې و، متحده عرب امارات غواړي له امریکا څخه اف-۳۵ جنګي الوتکې وپېري.
بلینکن زیاته کړې ده چې امریکا به پر اماراتو د یادو الوتکو د پلور قرارداد چمتو کولو لپاره کار پیل کړي خو ټینګار کوي چې که امارات دا الوتکې اخلي نو باید ژر له خپله اړخه واضح پیغام دوی ته ورسوي.
اړوند موضوعات:
د امریکا د دفاع وزارت د افغانستان یو شمېر چورلکې امریکا ته لېږدولي دي
اماراتو تر اوسه په دې اړه تازه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې رویټرز اژانس د اماراتي چارواکو له قوله ویلي وو چې دوی د یادو الوتکو پېر ځنډولی دی.