د هانک کانګ نړۍوال سوداګریز مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې

د هانک کانګ نړۍوال سوداګریز مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې
د هانګ کانګ د مقاماتو په وینا اورلګیدنه په ځايي وخت په ۱۲ بجو او ۳۷ دقیقو پيل شوه، اورلګیدنه د نیم ساعت په تېرېدو په ډیره کمه موده کې ټول مرکز ته خوره شوه.
(2021 / 12 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هانګ کانګ په نړۍوال سوداګریز مرکز کې ستره اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
د هانګ کانګ د مقاماتو په وینا اورلګیدنه په ځايي وخت په ۱۲ بجو او ۳۷ دقیقو پيل شوه، اورلګیدنه د نیم ساعت په تېرېدو په ډیره کمه موده کې ټول مرکز ته خوره شوه.
پدې ودانۍ کې چې د نړۍوال سوداګریز مرکز سربیره یو ستر سوپر مال او نور دفترونه هم شتون لري په لسګونو تنه پکې بند پاتې دي.
داسې ګمان کیږي چې ۶۰ تنه د ودانۍ په پنځم پوړ کې او تر سلو تنو ډیر کسان د ودانۍ په ۳۹ پوړ کې بند پاتې دي.
د اور وژنې او ژغورنې ډلې سیمې ته رارسیدلي دي او د بندو پاتو کسانو د ژغورولو او اور د مړولو هڅه کوي.
اړوند موضوعات:
اندونیزیا زندان کې د اورلګېدنې له امله ۴۱ کسان وژل شوي
ویل کیږي تر سلو ډیر کسان د ژغورنې د ډلو لخوا ژغورل شوي او تخلیه شوي دي.
د اورلګیدنې لامل تر اوسه ندی پۀ ډاګه شوی.






