د ا.ا.ا: د علمي کادرونه د تېښتې د مخنیوي پۀ خاطر مو هڅې ګړندۍ کړي

د ا.ا.ا: د علمي کادرونه د تېښتې د مخنیوي پۀ خاطر مو هڅې ګړندۍ کړي
په ورته وخت کې د پوهنتونونو استادانو هم د علمي کادرونو د فرار پر مخنیوي د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې د دولتي پوهنتونونو پرانیستو، د استادانو معاشونو ورکولو، د استادانو کموالي پوره کولو او د کادرونو استخدام ته دې جدي پاملرنه وشي.
(2021 / 12 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره په لیدنه کې ویلي چې ژر به ټول دولتي پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي.
هغه ډاډ ورکړی دی چې د علمي کادرونو د فرار مخنیوي لپاره یې هم عملي اقدامات پیل کړي دي.
په ورته وخت کې د پوهنتونونو استادانو هم د علمي کادرونو د فرار پر مخنیوي د ټینګار تر څنګ زیاته کړې چې د دولتي پوهنتونونو پرانیستو، د استادانو معاشونو ورکولو، د استادانو کموالي پوره کولو او د کادرونو استخدام ته دې جدي پاملرنه وشي.
اړوند موضوعات:
بریتانیا: د افغانستان نوي واقعیتونو باید درک او درس ترې واخلو
د یادونې ده چې د تېر نظام تر سقوط وروسته بهر ته د افغانانو د فرار په ترڅ کې ډېری علمي کادرونه هم له هېواده وتلي دي.






