بریتانیا: د افغانستان نوي واقعیتونو باید درک او درس ترې واخلو

0
182

بریتانیا: د افغانستان نوي واقعیتونو باید درک او درس ترې واخلو

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته غبرګون کې ویلي چې اوس باید ټول تمرکز پر دې وشي چې په افغانستان کې نوي واقعیتونه درک شي او درس ترې واخیستل شي.

 

(2021 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته غبرګون کې ویلي چې اوس باید ټول تمرکز پر دې وشي چې په افغانستان کې نوي واقعیتونه درک شي او درس ترې واخیستل شي. راب په افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت لاسته راوړنې ستایلې دي او زیاته کړې یې ده چې په یادو شلو کلونو کې غربي نړۍ له دغه هېواد څخه نه ده ګواښل شوې. هغه دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک هم مهم بللی دی چې پکې له طالبانو غوښتل شوي څو بشري حقونو ته ژمن پاتې شي او له هېواده په تېښته افغانانو ته د تګ اجازه ورکړي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغانستان باید له دې وروسته د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي، دوی داسې افغانستان غواړي چې هیڅ هېواد ته ترې ګواښ متوجه نه وي او دا هغه وخت شونې ده چې طالبان خپلو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي.

Leave a reply