یونیسف خبر ورکړی چې د پولیو څلورم پړواو واکسین یې هم پۀ ټول هېواد کې پیل کړی دی
یونیسف خبر ورکړی چې د پولیو څلورم پړواو واکسین یې هم پۀ ټول هېواد کې پیل کړی دی
نوموړې يادونه وکړه، چې د دې لړۍ د پياوړتيا لپاره په ۲۰۲۲ کال کې يو بل کمپاين هم په پام کې نيول شوی او بايد ډاډ ترلاسه شي، چې دغه کمپاين په خپل وخت پلی شي، ترڅو ټول ماشومان د پوليو واکسين ته لاسرسی ومومي.
(2021 / 12 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یونیسف په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې راتلونکې اونۍ به په ختیځ او سویل ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین په څلور ورځني کمپاین کې چې د ډسمبر له ۱۳ څخه تر ۱۶ مې نیټې پیلیږي، په ټول افغانستان کې ۹،۹ میلیونه ماشومان واکسین شي.
یونیسف یادونه وايي چې دا په ټول افغانستان کې د یاد واکسین څلورم پړاو دی او په هغو سیمو کې دویم پړاو دی چې د امنیتي اندېښنو له امله تر دې مخکې نه دی پلي شوی.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازې ډاپانګ لو وویل، دوی په ټول افغانستان کې د زیاتو ماشومانو د لاسرسي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي.
خو هغه ټینګار وکړ چې دغه اداره باید هغو سیمو ته په دوامداره توګه لاس رسی ولري چې په تیرو کلونو کې ورته لاسرسی نه درلود ترڅو د ماشومانو لپاره د پولیو معافیت ژر تر ژره رامینځته شي.
نوموړې يادونه وکړه، چې د دې لړۍ د پياوړتيا لپاره په ۲۰۲۲ کال کې يو بل کمپاين هم په پام کې نيول شوی او بايد ډاډ ترلاسه شي، چې دغه کمپاين په خپل وخت پلی شي، ترڅو ټول ماشومان د پوليو واکسين ته لاسرسی ومومي.
اړوند موضوعات:
په خیبر کې د پولیو ضد کمپاین اهلکارو ته ښه امنیت ورکړې شوې دې
د روغتیا د نړیوال سازمان استازي زیاته کړه چې افغانستان او پاکستان تر اوسه د لږو مثبتو پېښو شاهدان دي او اوس د دې ویروس د له منځه وړلو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په هېواد کې د پوليو څلور پېښې ثبت شوې، چې يوه يې په غزني او درې يې په کندوز ولايت کې ده.