درې افغان لوبغاړي د PSL سیالیو کې واخستل شول

درې افغان لوبغاړي د PSL سیالیو کې واخستل شول
پاکستان کې د لوبغاړو دغه بولۍ تېره ورځ ترسره شوه چې پکې د کوټې ګلاډیټرز لوبډلې نوین الحق او نور احمد لکڼوال او اسلام اباد یونایټډ لوبډلې رحمان الله ګربز واخیستل.
(2021 / 12 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان کرکټ سوپر لیګ سیالیو کې رحمانالله ګربز، نوینالحق او نور احمد واخیستل شول.
پاکستان کې د لوبغاړو دغه بولۍ تېره ورځ ترسره شوه چې پکې د کوټې ګلاډیټرز لوبډلې نوین الحق او نور احمد لکڼوال او اسلام اباد یونایټډ لوبډلې رحمان الله ګربز واخیستل.
د یادونې ده چې پېښور زلمي ټیم حضرت الله ځاځی چې تېر کال هم دغه لوبډلې ته لوبېدلی و، بېرته واخیست.
د یادونې ده چې محمد نبي عیسیخېل او راشد خان به له خپلو پخوانیو لوبډلو سره پاتې شي.
د پاکستان تجارتي کرکټ سیالۍ د ۲۰۲۱ کال جنوري میاشتې په وروستیو کې پیلېږي.






