د هېواد وتلي نابینا لوبغاړي لندن کې د لامبو وهلو سیالۍ کې درېیم مقام خپل کړ 

0
52

د هېواد وتلي نابینا لوبغاړي لندن کې د لامبو وهلو سیالۍ کې درېیم مقام خپل کړ 

د هېواد دغه نابینا ورزشکار په داسې حال کې د لامبو وهلو په سياليو کې مډال وګاټه چې تر دې مخکې يې څو ځلې د سالمو ورزشکارانو ترمنځ د شاور په سياليو کې لومړى مقام خپل کړى دى.

 

(2021 / 12  / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هېواد نابینا ورزشکار ولي محمد نوري د لامبو وهلو په سياليو کې چې په لندن کې د سلو معيوبو ورزشکارانو په ګډون په ٥٩ ثانيو کې ٥٠ متره واټن وهلى، درېيم مقام خپل کړ.

ښاغليی نوري په هیواد کې لومړنی ړوند/ نابینا لوبغاړی شو چې د لامبو وهلو په سیالیو کې یې مډال وګاټه.

افغان ورزشکار محمد نوري لس کاله وړاندې په هلمند کې د ماين په چاودنه کې خپلې سترګې له لاسه ورکړې.

دغه ورزشکار د دريم مقام د مډال په ګټلو سره يو بل افتخاري مډال هم وګاټه او په دې وتوانيد چې په دغو سياليو کې ګډون وکړي.

د هېواد دغه نابینا ورزشکار په داسې حال کې د لامبو وهلو په سياليو کې مډال وګاټه چې تر دې مخکې يې څو ځلې د سالمو ورزشکارانو ترمنځ د شاور په سياليو کې لومړى مقام خپل کړى دى.

نوري وايي، معلولیت معیوبیت نه دی، بلکې معلولیت یې د دې لامل شوی چې کار وکړي او افغانستان پرې ویاړي.

 

Leave a reply