اولیای کرام د بې لاره خلقو لپاره یوه رنړا او لوی ویاړ دې: ډاکټر نورالحق قادري

باغي ټي وي رپورټ
د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاکټر نورالحق قادري د ضلع خیبر جمرود په ملاګورو سیمه کې د 11م شريف په موقع د ميلاد النبي په دستوره كښې ګډون وکړو.
د ملاګوري سیمې د معصوم بابا زیارت چې په تاتاره کښې وجود لري، د ۱۱م شریف محفل میلاد ترسره شو چې پکښې ګڼ شمیر علماء کرامو، طالب علمانو، مشرانو او د سیمې اوسیدونکو ګډون وکړو.
د ميلاد النبي په موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وينا وه چې د اولياء کرامو ژوند زمونږ لپاره یوه رنړا او یوه لویه نمونه ده. نوموړي د شيخ عبدالقادر جيلاني رح په لارښوونو رڼا واچوله او ويې ويل چې د هغه په لارښوونو يوازې په عمل کولو سره د آخرت نېکمرغي او په ټولنه کې د سولې او ورورولۍ ته وده ورکول ممکن دي.
هغه وويل، له انبياوو وروسته اولياء کرامو د اسلام د تبليغ لپاره ډېر کارونه کړي او د بې لاره خلکو ی اصلاح کړې ده او د اسلام رڼا ته ی متوجه کړي دي، هغه زیاته کړه چې اولياء د انبياوو وارثان دي، اولياء کرامو خپل ژوند د اسلام لپاره وقف کړی دی، اولیای کرام د خلکو په زړونو کې د پېغمبرانو د مينې د ځاى پرځاى کولو سره د اسلام وياړ او یو لوی عزت دې.






