د اسرایل دفاع وزیر په ایران د برید کولو حکم جاري کړې

0
135

باغي ټي وي رپورټ
د اسرائیلو د دفاع وزیر بیني ګانتز صیهوني پوځ ته امر کړی چې په ایران د برید لپاره چمتووالی ونیسي.

دبهرنيو ميډيا له مخې ددفاع وزير بيني گانټز دامريکا په دوره روان دى چرته چې هغه په ایران باندي دباو زاتولو لپاره امریکا سره په شریکه کار کوي.
اسرائیلي رسنۍ وايي، د دفاع وزیر بیني ګانټز پوځ ته امر کړی چې پر ایران د احتمالي برید لپاره چمتووالی ونیسي او د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن ته یې هم په ایران د برید لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د اسرائیلو د دفاع وزیر له ایران سره د نړۍ د ایټمي قوتونو د خبرو اترو ته په اشارې سره وویل له ایران سره د نړۍ د ایټمي خبرواترو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او نړیواله ټولنه په دې پوهیدلې ده چې ایران له هغوي سره لوبه کوي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر وینان وه چې په ایران باندې د پوځي فشار د زیاتولو ضرورت دی چې د صیهوني پوځ د حملې لپاره چمتو اوسي.

Leave a reply