پیښور کې پولیسو خطرناک ترهګر نیولې

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار د بډهه بیرې سیمه کې پولیسو رسنیو له رپورټ ورکړې دې چې دوی یو خطرناک ترهګر نیولی دې، د معلوماتو مطابق
ترهګر سرفراز عرف فراز په ترهګرۍ، پولیس برید، قتل او نورو نورو سنگینو مقدمو کې پولیس ته مطلوب دې.
د نيول شوي ترهګر د نيولو لپاره لس لکه روپۍ انعام هم ټاکل شوی وو، د رپورټ مطابق دغه ترهګر په ۲۰۱۲ کال کې د انقلاب د چوکۍ پر پولیسو په برید کې هم لاس درلود ، په دې برید کې کې سب انسپکټر مرسلين خان شهيد شو. د پولیس ذمه وار ایس پی ډویژن صدر وقار احمد وایی نیول شوی ترهګر تر پوښتنو لاندې دې او پلټنې ترې روانې دي.






