نیوزي لینډ داسې قانون جوړوي چې د سیګریټ په څښلو او جوړولو به بندیز ولګوي

0
168

باغي ټي وي رپورټ
د نیوزي لینډ حکومت یو داسې پلان باندې کار کوي چې په دې هیواد کې به د سیګریټ څښلو او د تمباکو نه سیګریټ جوړولو باندې بندیزونه ولګوي.

د برتانیې د نشراتي کارپوریشن په وینا، نیوزیلینډ راتلونکی کال یو قانون نافذوي چې له مخې به یې د 2008 کال وروسته زیږیدلی څوک نشي کولی په خپل ژوند کې سګرټ یا تمباکو تولید کړي.
د راپورونو له مخې، دا پریکړه د سګرټ څکولو د مخنیوي یوه برخه ده چې د پنجشنبې په ورځ د نیوزیلینډ د روغتیا وزارت لخوا اعلان شوه. د نیوزیلینډ د روغتیا وزیرې ډاکټر عایشه ورال وویل: “موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې ځوانان هیڅکله سګرټ څکول پیل نه کړي.” په نیوزیلینډ کې ډاکټرانو او نورو روغتیایی متخصصینو د نړیوالو اصلاحاتو هرکلی کړی.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق له بلې خوا د نیوزیلنډ د حکومت دغه اقدام د خلکو ګډ غبرګونونه پارولي دي. د راپورونو له مخې، یو شمېر خلک وايي چې دا یو ښه اقدام دی ځکه چې دا مهال ډېر ځوانان په سګریټو روږدي دي، خو نورو بیا ټینګار کړی چې دا پرېکړه ښايي د تنباکو تور بازار ته وده ورکړي.

Leave a reply