المان سفارت ملاله یوسفزۍ په اړه بیان جاري کړې

0
102

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې جرمني سفارتخانې د ملاله یوسفزۍ په اړه یو بیان جاري شوي دې.

په دې بیان کې د المان سفارت لیکي چې د بشري حقونو ته درناوى او عزت ورکول د آلمان د بهرني سياست يوه مهمه ستنه ده.
په بیان کې زیاتوي چې د بشري حقونو مدافعین لکه ملاله یوسفزۍ اکثره له ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخامخ وي. په بیان کې زیاتوي چې آلمان د مختلفو پروګرامونو له لارې د بشري حقونو د مدافعینو ملاتړ کوي.
په بیان کې وایی چې المان داسې بشري حقونو لپاره آواز اوچتوونکې ته د خوندیتوب باور ورکوي لکه د الیزابیت سیلبرټ پروګرام، ددې پروګرام په ذریعه المان هیواد دا ډول اشخاصو ته لنډمهاله خوندیتوب او استوګنې چمتو کوي کوم چې د بشري حقونو او نورو ستونزو لپار غږ پورته کوي.

Leave a reply