۴۵ سلنه خلقو رضا او اطمیان څرګند کړې دې

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په سټیزن پورټل کې د رجسټرډ خلکو شمیر 3.7 ملیون ته رسیدلی ، چې د لومړي وزیر د شکایتونو د حل په پلیټ فارم کې د غړو کې ریکارډ زیاتوالی په ګوته کوي.

د اې پي پي رپورټ مطابق د جمعې په ورځ د وزيراعظم ډيليوري يونټ لخوا جاري شوي مياشتنۍ ډيټا وښودله چې پورټل سره 4.4 ميليونه شکايتونه ثبت شوي چې له هغې جملې څخه 4.2 میلیونه د هېواد دننه او 215,000 د بهر مېشتو پاکستانيانو دي.

د رجسټرډ کسانو شمیر د پنجاب 2.2 ملیونه، خیبر پښتونخوا 0.6 ملیونه او سنده 0.5 ملیونه دی.
د بیان مطابق له بلوچستان څخه 51,000 وګړو او د پلازمینې اسلام آباد څخه 77,000 وګړو پورټل سره درج شوي دي.
په بیان کې پي ایم ډي یو PMDU وویل چې تر دې دمه څلور ملیونه شکایتونه او ستونزې د پورټل له لارې هوار شوي دي.

د PMDU په وینا، 45 فیصده خلکو د پاکستان سټیزن پورټل کارکردګۍ باندې رضایت او اطمینان څرګند کړې دې.

Leave a reply