ایران وايي چې د وین پۀ مذاکراتو کې د غرب چلند نا مناسب دی

ایران وايي چې د وین پۀ مذاکراتو کې د غرب چلند نا مناسب دی
هغه یو ځل بیا ویلي چې په وین کې به یې څلوېښت کسیز پلاوی خپل حضور ته ادامه ورکوي او د اړتیا تر مهاله به هلته وي، خو که مذاکرات پایله و نه لري نو د ټولو لورو لپاره به سخته تمامه شي.
(2021 / 12 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي د وین په مذاکراتو کې د مقابلو اړخونو له چلند ناخوښ دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په تازه څرګندونو کې ویلي اروپايي ټولنې ته یې د چلند د سمولو سپارښتنه کړې ده.
د دۀ په خبره په وین کې د دوی مذاکراتي ټیم حضور لري خو مقابل اړخ هېڅ رغنده ګام نه اوچتوي او نه هم د دوی چلند د ستونزې د حل لپاره مناسب دی.
دغه ایرانی ديپلومات وایي که د اروپايي ټولنې، امریکا او نورو اړخونو چلند همداسې وي لکه اوس، نو مذاکرات به بې پایلې وي.
اړوند موضوعات:
ایران: تلاش امریکا برای مصادرهٔ نفتکش ایرانی در دریای عمان خنثا شد
هغه یو ځل بیا ویلي چې په وین کې به یې څلوېښت کسیز پلاوی خپل حضور ته ادامه ورکوي او د اړتیا تر مهاله به هلته وي، خو که مذاکرات پایله و نه لري نو د ټولو لورو لپاره به سخته تمامه شي.






