په پیښور کې د ضم قبایلي ضلعود لوبو میله پیل شوه

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې ډایریکټوریټ آف سپورټس ضم قبایلي اضلاع د سیوري لاندې نن په قیوم سپورټس کمپلیکس کې د قبایلي سمیو لوبغاړو د لوبو میله پیل شوه.
په دې لویه د لوبو میله کې د قبایلي ضلعو ۳۰۰۰ درې زره لوبغاړي برخه اخلي چې دا لوبغاړي به په ۱۷ بیلا بیلو لوبو کې خپل صلاحیتونو او د سپورټس مظاهره وکړي.
د لوبو ددې میلې پیل په رسمي توګه ه پس چي د صوبايي امداد، بحالي او بحالۍ صوبائي وزير اقبال وزير په رنګارنګ دستوره کښي پرانسته اوکړه۔ افتتاحي دستوره کښي ډائريکټر جنرل سپورټس اسفنديار خټک، ډائريکټر سپورټس انټي ګريډډ ضلعو پير عبدالله شاه، ډائريکټر سپورټس رشيده غزنوي، ډپټي ډائريکټر سپورټس عزيزالله، ډائريکټر يو هزار فيسيليټيز سپورټس پروجيکټ مراد علي مهمند، ډائريکټر سپورټس رشيده غزنوي، ډپټي ډائريکټر عزيز او اډمن افسر سيد احمد موجود وو۔ لوبغاړو او چارواکو پشمول لوبغاړي، ایډمن جعفرشاه،اېډمن افسرشاه فیصل،اېډمن ډسټرکټ سپورټس اعوان حسېن ضلعي سپورټس افسران راهدګل ملاګوري،نورالله وزير، ډپټي ډائريکټر سپورټس عامر محمد بيټني، اے ډي اشفاق احمد کوچز عامر اقبال، محمد عمران او نورو مشرانو ګډون وکړو.
افتتاحي دستوري ته په وینا کې صوبائي وزير اقبال وزير د فيسټيول انتظامئي لپاره ډائريکټر جنرل سپورټس اسفنديار خټک، او د ضم قبایلی سیمو د سپورټس ډایریکټر پير عبدالله شاه او د سپورټس ډيپارټمنټ ټيم ستاینه وکړه چې ددي لوی د لوبو میلې تابیا ی کړې ده، هغه او ويل چي ضم شوي ضلعو لوبغاړو او ځوانانو کې کښي ټيلينټ شته خو ددې سیمو لوبغاړو ته د پام اړتیا ده.
…………………………………………………

………………………………………………….







