مودي او پوتین د افغانستان پۀ اړه پۀ بشري مرستو ټینګار کړی

مودي او پوتین د افغانستان پۀ اړه پۀ بشري مرستو ټینګار کړی
دواړو لورو ټينګار کړی چې په افغانستان کې به د بشردوستانه مرستو په برخه کې همکاري کوي او د دغه هېواد په اړه به یې خبرې او تماسونه دوام لري.
(2021 / 12 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
او هلته یې له نریندا مودي او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي.
د بحث تر ټولو مهمه موضوع افغانستان و او په دې تړاو دواړو هېوادونو ګډه اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې پوتین ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړي دي او د دې تمه لري چې په رښتینې مانا یو ټولشموله حکومت رامنځ ته شي.
همدا راز یې دلته د بشري حقونو، اقلیتونو او ټولو قومونو د بشري حقونو پر ساتلو او تامین هم خبرې کړې دي.
هندي لوري هم ویلي چې دوی د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه لري او تمه لري چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې دایمي ثبات رامنځ ته شي.
دواړو لورو ټينګار کړی چې په افغانستان کې به د بشردوستانه مرستو په برخه کې همکاري کوي او د دغه هېواد په اړه به یې خبرې او تماسونه دوام لري.
اړوند موضوعات:
اروپايي ټولنې یو ځل بیا لۀ افغانانو سره د بشري مرستې ډاډ ورکړی دی
دوی همدا راز ویلي چې د افغانستان ارضي تمامیت او خپلواکۍ ته درناوی لري او ددغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان دې د سیمې د پرمختګ وسیله شي او تمه لري چې د دغه هېواد له خاورې د سیمې د هېوادونو پر ضد کار وا نه خیستل شي.






