د ایران د بهرینو چارو ویاند د ایراني او افغان پوله ساتو ځواکونو تر منځ د جګړې لامل سوءتفاهم ګڼلی دی
د ایران د بهرینو چارو ویاند د ایراني او افغان پوله ساتو ځواکونو تر منځ د جګړې لامل سوءتفاهم ګڼلی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د چهارشنبې په ورځ د قوس په لسمه د طالبانو او ایراني سرحدي ساتونکو ترمنځ د نښتې ویډیو خپره شوه. دواړو لورو تر پېښې وروسته سرحدي شخړه ناسم پوهاوی بللی دی.
(2021 / 12 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ایران-افغان پولې په اوږدو کې هغه څه چې د طالبانو د سرحدي ساتونکو له خوا د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې د نه پېژندلو له امله شوي دي.
خطیب زاده زیاته کړه: “له افغانستان سره په ځینو پولو کې، موږ په ځینو ځایونو کې دیوالونه او د قاچاق وړونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره او خنډونه لرو، ځینې دا خنډونه او دیوالونه په څو سوه مترۍ کې د ایران دننه ایښودل شوي دي.”
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، طالبان چې په افغانستان کې د پولې له صفري نقطې څخه ناخبره وو او فکر یې کاوه چې له دې خنډونو وروسته به د ایران پوله پای ته رسېږي او د همدې غلط فهمۍ پر بنسټ ځینې کسان وپر ایرانیانو ډزې کړې وې.
هغه يادونه وکړه چې دواړه لوري هڅه کوي چې دا موضوع د خبرو لۀ لارې حل کړي.
د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته، چې په ترڅ کې یې یو شمېر امنیتي پوستې طالبانو ونیولې، د طالبانو په مشرۍ حکومت ویلي، هڅه کوي د نورو نښتو مخه ونیسي.
د خطیبزاده په وینا، طالبان اوس مهال د پولې له صفري نقطې سره اشنا دي او د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره دواړه لوري د مستقیمو اړیکو له لارې سره په تماس کې دي.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، هېڅ حکومت چې ټول شموله نه وي او د افغانستان قومي جوړښت منعکس نه کړي، د افغانستان د باثباته راتلونکې ضمانت نه شي کولای.
اړوند موضوعات:
ایراني او افغان چارواکو د سوداګرۍ پر اسانتیا خبرې کړې دي