د خالصتان غورځنګ هند کې پۀ چټکۍ د خپلواکۍ کمپاین پر مخ بیایي

د خالصتان غورځنګ هند کې پۀ چټکۍ د خپلواکۍ کمپاین پر مخ بیایي
هندي رسنیو هڅه وکړه چې د سکهانو د جلا وطن ریفرنډم بدنام کړي، خو سکاټلینډ یارډ په لندن کې د سکس فار جسټس په دفتر باندې د پولیسو د چاپې څخه انکار وکړ چې د خالصتان ریفرنډم د متنازع کولو لپاره د هندي رسنیو لخوا د دروغو پول پرانستل شو.
(2021 / 12 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خالصتان غورځنګ په چټکۍ سره د هند له ټولو مخالفتونو او سازشونو سره سره په هند کې د سکهانو لپاره د جلا وطن لپاره په انګلستان کې ریفرنډم خپل پنځم پړاو ته داخل شوی دی.
اداره وايي د خالصتان ریفرنډم نتیجې به د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو سره شریکوي.
په ټولپوښتنه کې چې د برېتانیا په بېلابېلو ښارونو کې تر سره شوه، څه باندې ۵۰ زره کسانو برخه اخیستې وه.
د خالصتان چارواکي وايي، په راتلونکي کې به په امریکا، کاناډا، استرالیا او هندي پنجاب کې ټولټاکنې ترسره کړي.
هندي رسنیو هڅه وکړه چې د سکهانو د جلا وطن ریفرنډم بدنام کړي، خو سکاټلینډ یارډ په لندن کې د سکس فار جسټس په دفتر باندې د پولیسو د چاپې څخه انکار وکړ چې د خالصتان ریفرنډم د متنازع کولو لپاره د هندي رسنیو لخوا د دروغو پول پرانستل شو.
د یادونې وړ ده چې د خالصتان غورځنګ د هند پۀ پنجاب آیالت کې د سکهانو لۀ لوري پۀ ۱۹۷۰ – ۱۹۸۰ کال پورې رامنځته شو.






