د سرکارۍ سکولونو د لوبو سیالۍ پای ته ورسیدې

0
36

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د تعليم محکمي ترمخه په خيبر ضلع کښي د لوبو مقابلې پاي ته رسيدلي دي۔
د ضلع په تحصیل جمرود کې په شهيد عبدالعظيم آفريدي هائير سيکينډري سکول کې د انعام ورکولو يوه دستوره اوشوه چي پکښي ايډيشنل ډپټي کمشنر (فنانس) حسيب الرحمان خاص ميلمه وو۔
د دستورې مشري د ضلعي تعليم افسر نثار محمد کوله۔ په ټورنامنټ کښي د دريو تحصيلونو هائي او هائير سیکنڈري سکولونو برخه اخستي وه چي پکښي د کرکټ، والي بال، باسکټ بال، هاکي، فټبال، بيډمنټن، ټيبل ټينس او نوري لوبي شاملي دي۔
ايډيشنل ډپټي کمشنر حسيب الرحمان اول، دويم او دريم مقام ګټونکو ټيمونو ته جایزې، ميډالونه او سرټيفيکيټ ورکړو، ضلعي يوتھ افسر خيبر سردار عرفان د لوبو او ځوانانو د چارو محکمي څخه مننه وکړه چې دوی لپاره ی ددې سیالیو تابیا کړې وه.

Leave a reply