په نن ورځ په هند کې تاریخي بابري مسجد شهید کړې شو

0
189

باغي ټي وي رپورټ
جواهر لعل اډواني، یو هندو دې چې د پاکستان په تجارتي پلازمینه کراچۍ کې اوسیږي، د دسمبر د میاشتې یادونه یادوي او وایی. په 6، 1992 کې، کله چې یو مشتعل د مسلمانانو ډله، د غچ اخیستلو غوښتنه کوله، نعری وهلې او د هیواد د مشهور شري سوامي ناراین مندر په لور روان و.

دا رپورټ په اې اې ډاک کام ویب پانړه چاپ شوي او وایی چې د مسلمانانو دغه ډله وروسته له هغه په قهر شوه چې هندوانو د ۱۶مې پېړۍ بابري جومات هند کې ړنګ کړو وو او مسلمانانو ددې بدل اخستو لپاره د هندوانو مندر د ړنګولو په لور روان وو.
اډواني په مندر کې د نورو کارمندانو او عبادت کونکو سره یوځای د خپل برخلیک په اړه ډاډه نه وو.
“دا یوه وحشتناکه منظر وو، په زرګونو مشتعل مسلمانان هڅه کوي چې د مندر ودانۍ ته ننوځي. خو د اردو او د ځایی مسلمانو ټولنې څخه مننه چې مرسته یې وکړه او د دوی مخه یې ونیوله، “اډواني انادولو اژانس ته وویل.
هغه وایی چې د ځایی خلقو او فوځیانو ښه انتظام له وجهې دې مندر ته څه زیان و نه رسیدو.
رپورټ زیاتوي چې په هغه وخت کې په پاکستان کې پر شاوخوا ۳۰ د هندوانو مندرونه باندې بریدونه شوي وو، چې ۲۵ یې د سند صوبې په سویلي ایالت کې دي، د رپورټ مطابق په سند صوبه کې ۸۵ سلنه هندوان ژوند کوي. د څه زیان رسیدو نه پس دا مندرونه بیا بیا جوړ شوي یا ترمیم شوي دي.
رپورټ زیاتوي چې په هند کې د هغه وخت لومړي وزیر پی وی نارسیما راو هم ملت ته په یوه تلویزیوني وینا کې د بابري جومات د بیا جوړولو ژمنه کړې وه. هوتواني، نور د دسمبر په ۲۸ مه د بابري جومات د ړنګېدو په مناسبت د پاکستاني مسلمانانو له خوا د کوم تاوتریخجن غبرګون اټکل نه کوي. خو هغه د نومبر په میاشت کې د بلوا د بیا تکرار ویره درلوده چې کله په ۱۹نومبر د هند سترې محکمې د بابري جومات ځای هندوانو ته وسپارل.
د یادونې ده چې د هندوانو دا دعوی وه چې د بابري مسجد لپاره ځای متنازعه وو چې له وجهې نه په کال ۱۹۹۲ کې په نن ورځ شپږ دسمبر دا تاریخي جومات هندوانو نه ړنګ کړو.
هندو ملتپالان د دسمبر په میاشت کې ددې بابري مسجد سره نزدې راټول شول. د ۱۹۹۲م کال پر شپږمه د مغل امپراتور بابر په نوم نومول شوی جومات ی ړنګ کړو. په ټول هند کې د فرقه ییزو بلواوو په ترڅ کې شاوخوا دوه زره مسلمانان وژل شوي وو.

Leave a reply