په صوبه کې وچکالۍ ختمه شوه، د خیبر پښتونخوا په لوړو سیمو باران او واوره اووریده

باغي ټي وي رپورټ
په خیبر پښتونخوا کې د اوږدې وچکالۍ نه پس ددې صوبې په بیلا بیلو سیمو کې باران او واوره وریدلې ده.
د خېبرپښتونخوا په لوړو برخو کې هم باران او واوره ورېدلې ده. سوات کې باران او واوره د اتوار په ورځ په دوهمه ورځ هم روانه وه. د اتوار په ورځ د مينګورې ښار پشمول د ضلعې په زياتره برخو کښې د ورځې په اوږدو کښې وقفه وقفه سره باران روان وو.

په پاس ذکر شوو سیمو کې په تېره بیا په کالام، مټلتان او اوشو کې درنې واورې وریدلي دي، چې د یخنۍ زور یې زیات کړی دی.
د مشرق رپورټ مطابق د موسمياتو محکمي وينا ده چي د ګل په ورځ به د باران امکان څرګند وي۔ په اپر دیر کې له اوږدې وچکالۍ وروسته په غرونو واوره او په میداني سیمو کې باران پیل شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *