پیښور کې رور خپله خور په ډزو اوویشتله

0
130

باغي ټي وي رپورټ
د پيښورد ګلبرګ پوليس سټيشن حدودو کښي يو ورور خپله ځوانه خور په ډزو وژلي او مړ ئي د ريل ګاډي پهاټک سره غورځولې او دې تښتيدلي دي.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق پوليس د ملزم خلاف د قتل مقدمه درج کړي ده او تحقيقات ئي شروع کړي دي۔

د رپورټ مطابق تيره ورځ د ګلبرګ پوليس سټيشن د معلوماتو ترمخه د ګلبرګ نمبر ون ريلوي لائن سيمه کښي د نامعلومه کسانو په ډزو د يو ناپیژانده زنانه مړے موندلے شوے دې.
رپورټ زیاتوي وروسته دغه ښځه د فردوس لور سمیرا په توګه پېژندل شوې چې د خپل ورور نعمان فردوس له خوا په ډزو وژل شوې او جسد یې د اورګاډي په لیکه کې غورځول شوی دی. د پولیسو په وینا وژل شوې نجلۍ شاوخوا ۲۵ یا ۲۶ کلنه وه چې ورور یې د کورنۍ شخړې له امله وژلې وه.
د پيښي نه پس ملزمان تښتيدلي دي ولي پوليس مقدمه درج کړي ده او د ملزمانو نيولو لپاره ئي عمليات شروع کړي دي۔

Leave a reply