د بښنې نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې افغانستان کې امن خونې تړل شوي او مالونه یې لوټل شوي دي

0
171

د بښنې نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې افغانستان کې امن خونې تړل شوي او مالونه یې لوټل شوي دي

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، د طالبانو له راتګ وروسته د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او نجونو ته د خدماتو رسولو سیستم فلج شوی او دغه راز ډېری ښځې، د امن خونو مامورین، وکیلان، قضایان، دولتي مامورین او نور چې د ښځو د خوندیتابه په چارو کې ښکیل وو، له ګواښ سره مخامخ دي.

 

(2021 / 12 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د بښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د تاوتریخوالي قربانیانو ته د خدماتو سیستم له‌منځه تللی، امن خونې تړل شوي او شته یې د طالبانو لخوا لوټل شوي دي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، د طالبانو له راتګ وروسته د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او نجونو ته د خدماتو رسولو سیستم فلج شوی او دغه راز ډېری ښځې، د امن خونو مامورین، وکیلان، قضایان، دولتي مامورین او نور چې د ښځو د خوندیتابه په چارو کې ښکیل وو، له ګواښ سره مخامخ دي.

یاد سازمان په بادغیس، بامیان، دایکنډي، هرات، کابل، کندز، ننګرهار، پکتیکا، سرپل او تخار ولایتونو کې د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او نورو کسانو سره مرکې کړې دي.

په دې راپور کې پر طالبانو تور لګول شوی چې په ډېری مواردو کې طالبانو د امن خونو مامورین ځورولي او ګواښلي هم دي.

اړوند موضوعات: 

 د یونما د راپور پۀ اساس؛  افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی 

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې امن خونې بېرته پرانیزي اود تاوتریخوالي د ښکار شویو ښځو او نجونو لپاره دې د خوندیتابه خدمات وړاندي کړي.

طالبانو که څه هم د بښنې نړیوال سازمان د یاد راپور په تړاو کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو یوه اوونۍ وړاندې د دوی مشر ملا هیبت‌الله د ښځو لپاره یو فرمان صادر کړ چې په‌ یوه ماده کې یې لیکل شوي وو، ښځه مال نه، بلکې ازاد او اصیل انسان دی او باید په بدو کې ورنه کړل شي.

Leave a reply