د پریانتا پیښه به د پاکستان او سري لنکا په اړیکو څه اغیز و نه کړي: : هایی کمشنر سري لنکا

0
137

باغي ټي ني رپورټ
د سري لنکا هایی کمشنر موهن وجې کرما په یو بیان کې ویلي دي چې د پریانتا کمارا د وژنې په اړه د پاکستان د حکومت له اقداماتو خوښ دی او ډاډ ورکوي چې دا پېښه به د دواړو هېوادونو پر اړیکو اغېز ونه کړي.

د جیو نیوز یو رپورټ مطابق د سري لنکا هائي کمشنر موهن وجي وکراما ميډيا سره خبرو کښي وئيلي دي چي زمونږ يو شهري وژلے شوے دے کوم چي ډير افسوسناک دے ولي سري لنکا حکومت باوري دے چي دا د پاکستان او سري لنکا تعلقات سره هيڅ تعلق نه لري او دا به د دواړو هیوادونو په اړیکو څه بده اغیزه و نه کړي.

هغه وويل: “مونږ وليدل چې پاکستان سمدستي اقدام وکړو او په زيات شمېر کسان ی ونیولو، مونږ اړتيا نه لرو چې ووايو چې مونږ ملګري يو. ”
د جیو رپورټ زیاتوي چې موهن وجي وکرما وویل چې نن د پریانتا مړی سرې لنکا ته ولیږل شول،مونږ د پاکستان د حکومت له ګامونو خوشحاله یو ، هغه زیاتوي زه باوري یم چې د پاکستان حکومت به داسې ګامونه پورته کړي چې متاثره کورنۍ ته انصاف ورکړل شي.
رپورټ زیاتوي چې د سري لنکا هائي کمشنر وئيلي دي چې پاکستان او سري لنکا سماجي، دفاعي او تجارتي اړيکې لري، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا پېښه به زمونږ په اړيکو هيڅ اثر ونه کړي، مونږ ملګري يو او ملګري به پاتې کيږو.

Leave a reply