د ساختماني شرکتونو اتحادیه وايي چې ژر تر ژره دې د ښار جوړونې وزارت ته وزیر معرفي کړل شي 

0
149

د ساختماني شرکتونو اتحادیه وايي چې ژر تر ژره دې د ښار جوړونې وزارت ته وزیر معرفي کړل شي 

په همدې حال کې د دې اتحاديې يو شمېر غړي وايي، چې په ټول هېواد کې شاوخوا دوه نيم سوه ساختماني شرکتونه فعاليت لري، چې تر زرو زيات کارکوونکي يې په کار بوخت وو، خو اوس ټول يې بېکاره دي.

 

(2021 / 12 / 6  نېټه باغې ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ساختماني شرکتونو اتحادیه وايي، د نږدې پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت ساختماني چارې لا هم نیمګړې دي. د اتحادیې په وینا، د دې پروژو په بندیدو سره د دوی پیسې له دولت سره پاتې کیږي.

د دې اتحاديې غړي وايي، د دوی د ستونزو د حل په موخه بايد ژر تر ژره د ښار جوړونې وزير معرفي شي، څو د پيسو ترلاسه کولو په موخه خپل اسناد پروسس کړي.

د اتحادیې رییس فرید تاتار وویل: “موږ دا مهال شاوخوا پنځه ملیارده ډالر نیمه بشپړې شوې پروژې لرو.” د څو میاشتو راهیسې هره ورځ د لومړي وزیر او د هغه دویم مرستیال او د ادارې دروازو ته ځو.

هغوی څو څو ځلي موږ سره وعدې کړي چې نن یا سبا به تاسره سره اړیکه ونیسو، خو تر اوسه مو کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې.

د يادې اتحاديې غړي مبارک کريمي وويل: “موږ غواړو چې د ښار جوړونې سرپرست وزير معرفي شي، ځکه زموږ ټول اسناد چې ميلياردونه افغانۍ په کې دي، په دغه وزارت کې دي.”

په همدې حال کې د دې اتحاديې يو شمېر غړي وايي، چې په ټول هېواد کې شاوخوا دوه نيم سوه ساختماني شرکتونه فعاليت لري، چې تر زرو زيات کارکوونکي يې په کار بوخت وو، خو اوس ټول يې بېکاره دي.

د ساختماني شرکتونو د اتحادیې غړي محمد ریاض زرمتی وویل، “اوس  هرڅه بند دي. ژمی راغی او د ژمي په رانږدې کېدو سره به ټولې پروژې تخریب شي، خو د دغو پروژو لپاره هېڅوک هم پلان نه لري.”

بل خوا طالب چارواکي وايي چې د ښار جوړولو او ځمکو د سرپرست وزیر د ټاکلو هڅې روانې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل، «د کابینې د غړو د ټاکلو لړۍ لا هم روانه ده. “په ځینو سکتورونو کې، چارواکي هڅه کوي داسې خلک راولي چې مسلکي او ښه وړ وي.” په افغانستان کې لسګونه ساختماني او پراختیايي پروژې نیمګړې پاتې دي.

 

Leave a reply