پاکستان لۀ سعودي عربستان څخه درې میلیارده ډالر پور اخلي

0
90

پاکستان لۀ سعودي عربستان څخه درې میلیارده ډالر پور اخلي

د نړۍ ډېری بانکونو پاکستان د اقتصادي مسایلو په خړ لېست کې شامل کړی دی او دغه هېواد ته یې پور ورکول بند کړي دي، خو د عربستان په څېر ځينې هېوادونه لا هم دغه هېواد ته پورونه ورکوي.

 

(2021 / 12 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سعودي عربستان پاکستان ته درې میلیارده ډالر پور ورکړ، د پاکستان د خزانې وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې پرون یې له سعودي عربستان دا پیسې تر لاسه کړې دي او هڅه کوي د اقتصادي پراختیا په برخه کې یې وکاروي.

پاکستان په وروستیو کې له سعودي عربستان د پنځه میلیارده ډالره پور غوښتنه کړې وه.

اوس پاکستانی حکومت وایي چې درې میلیارده ډالر پور یې تر لاسه کړی دی.

پاکستان په جنوبي اسیا کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر پوروړی دی. دمګړی دغه هېواد شاوخوا ۲۲ میلیارده او ۴۹۸ میلیونه ډالر پوروړی دی.

اړوند موضوعات: 

پاکستان او افغانستان حکومتونه دې اقتصاد ته وده ورکړي: حاجي ګل مراد عرب

د نړۍ ډېری بانکونو پاکستان د اقتصادي مسایلو په خړ لېست کې شامل کړی دی او دغه هېواد ته یې پور ورکول بند کړي دي، خو د عربستان په څېر ځينې هېوادونه لا هم دغه هېواد ته پورونه ورکوي.

 

Leave a reply