پاکستان او افغانستان حکومتونه دې اقتصاد ته وده ورکړي: حاجي ګل مراد عرب

0
101

باغي ټي وي رپورټ
د ننګرهار د سواګرۍ خونې ریسس حاجی ګل مراد عرب ورځپانړه وحدت سره په خبرو کښې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان هیوادونه او حکومتونه دې ددې هیوادونو خلقو او سوداګرو لپاره اسانتیاوي پیدا کړي چې د دواړو هیوادونو اقتصاد وده ومومي.

د ننګرهار د سواګرۍ خونې ریسس او مخور ټولنیز شخصیت اوویل چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو دې دد هیوادونو او د سیمو په اقتصاد ښه کولو کښې رول ولوبوي چې ددې هیوادونو معیشت ښه شي او اولسونه خوشحال ژوند ولري.
نوموړی اوویل چې د امارت اسلامی افغانستان مشرانو ته مو د سوداګرو او د افغانستان تجارت په اړه ستونزې مخې ته ایښې دي او د امارت اسلامی مشرانو ډاډ راکړې چې دا ستونزې به هوارې کړي.
نوموړی اوویل چې د تازه میوه صادرات ډیر شوي او که په وخت دا صادر نه شي او د افغانستان تازه میوه به خرابه شي او سوداګرو او صادروونکو ته به مالي زیان ورسي، دوی اوویل چې د افغانستان او پاکستان حکومت باید د صادراتو په اړه یو ښه نظام مخې ته راوړي چې د دواړه اړخ ته تجارت وده وکړي.
عرب زیات کړه چې د پاکستان او افغانستان سوداګر ددې هیوادونو په پرمختیا او خوشحالۍ کښې ډیر ښه رول لری او باید چې دې سوداګرو لپاره اسانیاوې پیدا شي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ښه شي.

Leave a reply