د چین لسګونه ټنه بشردوستانه مرستې افغانستان ته رسېدلې دي

د چین لسګونه ټنه بشردوستانه مرستې افغانستان ته رسېدلې دي
چین تر دې وړاندې هم د کرونا ضد واکسینو، خوراکي توکو او نورو بشردوستانه برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده او تازه ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره به یې مرستې پراخېږي.
(2021 / 12 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هېواد په شمالي بندر حیرتان کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تازه د چین د خوراکي او نورو ژمنیو توکو شاوخوا ۵۰۰ ټنه مرستې دغه بندر ته رسېدلې دي او ژر به له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.
په مرستو کې خوراکي توکي، اغوستنتونکي او نور لومړني مرستندویه توکي شامل دي.
چین ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به سلګونه ټنه بشردوستانه مرسته کوي او هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو مخکې پر اړمنو وګړو خپلې مرستې ووېشي.
اړوند موضوعات:،
چین او پاکستان وايي چې ژر دې افغانستان ته بشري مرستې واستول شي
چین تر دې وړاندې هم د کرونا ضد واکسینو، خوراکي توکو او نورو بشردوستانه برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده او تازه ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانستان سره به یې مرستې پراخېږي.






