چین او پاکستان وايي چې ژر دې افغانستان ته بشري مرستې واستول شي
دوی دغه راز ټینګار کړی دی چې له اقتصادي بحرانه د افغانستان د وتلو لپاره په کار ده چې امریکا د افغانستان کنګل شوې مالي پانګه هم ژر ازاده کړي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته د افغانستان شاوخوا نهه میلیار ډالري پانګه کنګل شوې ده او دې چارې افغانستان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ کړی دی.
(2021 / 10 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین او پاکستان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د ژمې تر یخنۍ مخکې دې افغانستان ته بشري مرستې واستوي. د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره ټلفوني خبرې کړې دي.
راپور کاږي چې په دې ټلفوني خبرو کې دواړو لوریو د نورو موضوعاتو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې اترې کړې دي. راپور کې راغلي چې په دې ټلفوني مکالمه کې دواړو لوریو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د یو ستر بشري ناورین مخنیوي لپاره ژر تر ژره دغه هېواد ته بشري مرستې ولېږي.

Leave a Reply