یو هندي پوځي پۀ ډزو ۱۳ ملکي وګړي وژلي دي
چارواکي وایي چې یاد ملکیان په یوه لرې پرته سیمه کې خپلو پټیو ته د حاصلاتو د راټولولو لپاره راوتلي و چې پوځي ورباندې د ترهګرو ګومان کړی دی او ډزې یې ورباندې کړې دي.
( 2021 / 12 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هند دولتي چارواکو راپور ورکړی دی چې د یو هندي پوځي په خطایي ډزو ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.
راپورونه وایي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد په ناګلنډ ایالت کې د میانمار پولې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
چارواکي وایي چې یاد ملکیان په یوه لرې پرته سیمه کې خپلو پټیو ته د حاصلاتو د راټولولو لپاره راوتلي و چې پوځي ورباندې د ترهګرو ګومان کړی دی او ډزې یې ورباندې کړې دي.
د هندي پولیسو په خبره د یاد پوځي په ډزو ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.










Leave a Reply