د چین میډیا ګروپ پر امریکا غږ کړی چې نور لۀ زورواکۍ لاس واخلي او خپلې کړنې پۀ نورو تحمیل نکړي

د چین میډیا ګروپ پر امریکا غږ کړی چې نور لۀ زورواکۍ لاس واخلي او خپلې کړنې پۀ نورو تحمیل نکړي
ښاغلي شن های شیونګ زياته کړه، چې د چين مېډيا ګروپ به د واقعي خبرونو پر رسولو او د عدالت پر خپرولو ټينګار وکړي او هڅه به وکړي چې د خبرونو رسولو په برخه کې د بادارۍ، نژادي تبعيض او ايډيالوژيکو تعصبونو مخه ونيسي.
(2021 / 12 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د چين مېډيا ګروپ رئيس او عمومي اېډيټر شن های شيونګ د دسمبر پر څلورمې د (( ډيموکراسي: د ټولو انسانانو ګډ ارزښت)) نړیوال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړي په خپله وینا کې د امريکا هغه کړنې چې پر نورو هېوادونو يې په زوره خپل ډيموکراتیک نظام تپلی، په کلکه وغندلې او ويې ويل، چې د امريکا ډیموکراتيک نظام نيمګړی شوی او پدې اړه تر ټولو ښه بېلګه دا ده، چې امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پر افغانستان تېری وکړ او ګڼ شمېر بې ګناه ولسي وګړي يې ووژل، چې د وژل شوو کسانو کورنۍ ناهيلې شوي دي.
نوموړي وپوښتل، چې د امریکا د ډيموکراسۍ نمونه همداسې ده؟ ولې امریکايانو په خپل هېواد کې دغه ډول نظام نه دی عملی کړی؟ هغه کسان چې د پوليسو لخوا د وژل شوي تور پوستي جورج فلويډ په شان ځورول شوي، ډيموکراتیک او بشري حق نه لري؟