قریشي: د پاکستان ديبلوماټیکو هڅو نړۍ دې ته قانع کړه چې طالبانو سره تعامل د ټولو پۀ ګټه دی
قریشي: د پاکستان ديبلوماټیکو هڅو نړۍ دې ته قانع کړه چې طالبانو سره تعامل د ټولو پۀ ګټه دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان په لاهور ښار کې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په اړه د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د ځانګړي استازي سفر پیل شوی دی.
(2021 / 12 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د اسلام اباد د ډیپلوماټیکو هڅو له پراخېدو وروسته نړیواله ټولنه په دې قانع شوې چې له طالبانو سره اړیکي د ټولو په ګټه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان په لاهور ښار کې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په اړه د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د ځانګړي استازي سفر پیل شوی دی.
شاه محمود قریشي ویلي چې د چین په همکارۍ یې د شپږو ګاونډیو هېوادونو یو پلیټ فارم جوړ کړی چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت وروسته د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند تورن کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او طالبانو تر واک لاندې کېدو وروسته یې پر پاکستان د بندیزونو لګولو کمپاین پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه: “پاکستان د خپلې اغېزمنې بهرنۍ تګلارې له امله، د هند ټول پلانونه شنډ کړل.”
د هغه په وينا، پاکستان افغانستان ته د پنځوس زره ټنه هندي غنم او مرستندويه توکو د لېږد اجازه ورکړې ده.
پاکستان تر دې مخکې د هندي موټرو له لارې د توکو له لېږد سره مخالفت ښودلی، خو په دې وروستیو کې یې ویلي چې دغه توکي د افغان موټرو له لارې لېږدول کېدای شي.