په لنډیکوتل کې د مشرانو یوه مهمه غونډه
باغي ټي وي رپورټ
په لنډي کوتل بازار کې د تورخم سرحدي ټرمینل زمکې په اړه د FBR او NLC چارواکو سره د شوې هوکړې په اړه د خوګه خېلو قوم مشرانو او نورو خلقو ترمنځ غونډه وشوه.
د تفصيلاتو ترمخه په لنډي کوتل بازار کې د ایف بي آر او این ایل سي چارواکو سره د تورخم د پولې ټرمينل د زمکې په اړه د خوګي خېلو قوم مشرانو او نور وګړو ترمينځه د شوې هوکړې نه خبرولو لپاره غونډه وشوه۔
په دې موقع د کمانډر برکت الله شينواري وينا وه چې د اين ايل سي او ايف بي آر ترمينځه شوي وروستي معاهدې باندې مونږ ټول متفق يو، د خپل قوم مشران او عام خلق د معاهدې په اړه تحفظات لري خو که د ٩ کسيزه کميټۍ په پريس کلب کښې وي یا که بازار یا بل کوم ځای وي، نو مونږ چمتو یو چې دا مشران د تړون په اړه مطمین کړو چې مونږ په حق یو.
مشرانو اوویل چې همدې امله د خوګه خېلو مشران او عام اولس باید له دروغجنو تبلیغاتو ډډه وکړي او د خوګه خېلو خلقو د ښېګړې لپاره په ګډه کار وکړي تر څو چې د خوګي خېل قوم خلقو ته ګټه ورسوي او د نورو زیانونو مخه ونیسي، برکت الله شينواري وويل، چې د ټرمينل تړون د FBR او NLC له مسوولينو سره د ٧٢٦ کناله زمکې تړون دى، چې له دې جملې څخه ٢٠٠ کناله شخصي زمکه ده او پاتې ٥٢٦ کناله زمکه د خوګاخېلو قوم په ګډه ملکيت کې ده.
ده ووئيل مونږ د اېف بي آر او اېن اېل سي چارواكو سره په شوې وروستې معاهدې مطمين يو او كه چا ته په دې معاهدې كوم شك او تحفظات شته نو د خوګه خیل قوم ناراضه مشرانو او خلكو ته د راضي كولو لپاره هر ډول خبرو اترو ته تيار يو،چې د تورخم د ټرمینل د زمکې ستونزه په دوستانه حل شي او د خوګي خېلو ولسونه ترې ګټه واخلي او کوم زیان و نه شي.
……………………………………………………..