په خیبر پاس دوه پیښې، ۲ کسان ټپیان شوي دي

0
37

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې په دو بیلا بیلو پیښو کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

د ضلع خیبر د ۱۱۲۲ ریسکیو ایمرجنسی افسر سید شعیب منصور د دفتر نه جاري شوي بیان مطابق تېره شپه دوه جلا پېښې په لنډي کوتل کې رامنځته شوې، چې لومړۍ پېښه په چروازګۍ کې شوې ده.
په دويمه پېښه کې د سدیس په نوم يو ځوان د نیکي خېلو له غره لوېدلی او سخت ټپي شوی دی. د بیان مطابق د ریسکیو 1122 کنټرول روم راپور ترلاسه کولو سره سمدلاسه طبي او ریکوري ټیمونه د پیښې ځای ته ورسیدل او د ژغورنې عملیاتو ته یې دوام ورکړ، د بیان مطابق یوې ژورې کندې ته چې کوم موټر غورزیدلې وو ، په ډیره منظمه طریقه را اوچت کړې شو.
د ریسکیو دفتر بیان مطابق اول زخمیان ډسټرکټ هسپتال لنډی کوتل ته ورسول شول او بیا ددې روغتون څخه زخمي حیات آباد میډیکل کمپلیسک پیښور ته ورسول شول.
د ځای خلقو مطابق د ریسکیو ۱۱۲۲ لپاره په لنډیکوتل کې کوم مرکز تراوسه نه دې جوړ شوې او چې کله کومه بده پیښه وشي نو بیا د جمرود نه د ریسکیو ګاړي لنډیکوتل ته په راتلو کې ډیر وخت لږي، د ریسکیو دفتر یو اهلکار رسنیو ته اوویل چې په لنډي کوتل کې هم د ۱۱۲۲ دفتر لپاره ځای خوښ کړې شوې دې او زر به د ریسکیو ۱۱۲۲ مرکز په لنډي کوتل کې جوړ او فعال شي.

Leave a reply