د اسلام سپکاوۍ ډیر لوی جرم دې، خو ددې په ضد ثپوتونه هم باید قوي وی: مفتي تقي عثماني

0
238

باغي ټي وي رپورټ
مشهور دیني عالم مولانا تقي عثماني په سیالکوټ کې د یوې فابریکې د یوه بهرني مدیر د مذهب د سپکاوي په تور وژل کېدو وروسته ویلي دي چې اسلام ته سپکاوی ستر جرم دی خو د تور لګولو والا سره شواهد باید هماغه قوي وي.

د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق مفتی تقي عثماني وئيلي دي چې مذهب ته سپکاوې کول يو سخت جرم دے خو د ملزمانو ثبوت دې هم دومره قوي وي چې نه د سيالکوټ پيښې د مسلمانانو او ملت تصوير خراب کړے دے۔
مولانا تقي عثماني وويل، په هیواد کې د بې ثباتۍ فضا ډېره د اندېښنې وړ ده. حکومت باید د زور کارولو پر ځای له هوښیارتیا کار واخلي او موضوع دې پارلمان ته وړاندې کړي.
نوموړي په بیان کې زیاتوي لاریون کوونکي باید د تاوتریخوالي او ملي شتمنیو ته د زیان رسولو پر ځای سوله ییز ګامونه پورته کړي.
مفتی تقي عثماني وایی چې باید دا خلق د خپل کور د ورانولو ډډه وکړي.

Leave a reply