د فرانسې حکومت وايي چې د قطر هېواد پۀ مرسته مو ۳۲۹ کسان لۀ افغانستان څخه اېستلي دي 

0
188

د فرانسې حکومت وايي چې د قطر هېواد پۀ مرسته مو ۳۲۹ کسان لۀ افغانستان څخه اېستلي دي 

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې چارتر شوې طیاره کې ۲۵۸ افغانان، ۶۰ هالنډیان او ۱۱ فرانسویان شامل دي.

د مالوماتو له مخې، په ایستل شویو افغانانو کې ډېری خبریالان او هغه کسان شامل دي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې له فانسویانو سره کار کړی و.

 

(2021 / 12 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د فرانسې بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د قطر هېواد په همکارۍ یې له افغانستان څخه ۳۲۹ نور کسان له افغانستان ایستلي دي.

یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې چارتر شوې طیاره کې ۲۵۸ افغانان، ۶۰ هالنډیان او ۱۱ فرانسویان شامل دي.

اړوند موضوعات: 

جرمني وايي چې لۀ افغانستان څخه مو د خپلو محلي کارکوونکو د ایستلو لپاره طالبانو سره خبرې روانې دي

د مالوماتو له مخې، په ایستل شویو افغانانو کې ډېری خبریالان او هغه کسان شامل دي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په افغانستان کې له فانسویانو سره کار کړی و.

په ورته مهال د فرانسې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د قطر هېواد په مرسته یې ۴۰ ټنه بشري مرسته چې پکې طبي او خوراکي توکي شامل دي افغانستان ته لېږدولي دي.

فرانسې دولت دغه راز ژمنه کړې چې افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

Leave a reply