د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې د یو اې اي قامي ورځ و نمانځل شوه

0
174

باغي ټي وي رپورټ
د متحده عرب اماراتو د ۵۰ پنځوسمې قومي او تاسیسي ورځ(دویم ۲ دسمبر) په مناسبت سره د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې د یو اې اي په سفارتخانه کې د یوې لوې درنې او رنګ رنګ غونډې تابیا شوې وه. ‍

د پاکستان وزیرخارجه شاه محمود قریشي په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې خوشحال یم چې نن د یو اې اي په ۵۰ پنځومه قومي ورځ د نمانځنې په دې ښایسته غونډه کې ګډون کوم، هغه زیاتوي چې زه ویاړ یم چې د یو اې اي د تاسیس او د قومي ورځ په مناسبت سره پاکستان هم د یو اې اي سره ۵۰ کاله اوږد د ورورلې او دوستې سفر تیر کړو او دا سفر او اړیکې به نوره هم وده وکړی.
قریشي وایی چې هغه په دې ډیر خوشحال دي چې د یو اې اي د تاسیس او د قومي ورځ په مراسمو کې مې شرکت وکړو، هغه د یو اې اي هیواد چارواکو او پاکستان کې ددې هیواد سفیرانو او نمایندګانو ته ددې لوی او تاریخي ورځ په مناسبت سره مبارکي ورکړه .

………………………………..

Leave a reply