د یو اې اي په پنځوسمه قامي ورځ لوی لوي غونډې تابیا شوي دي

Rola Saheb from Dubai at the flag garden near the Kite beach on the UAE’s 50th National Day celebration in Dubai on 2nd December, 2021. Pawan Singh/The National.
باغي ټي وي رپورټ
نن په ۲ دویمه نیټه د سمبر د متحده عرب اماراتو ۵۰ قومي ورځ نمانځل کیږي ، دې تاریخي ورځ په اړه په یو اې اي کې ډیر لوی لوی غونډی کیږي، د ټولې نړۍ نه خلق چې په دې کې لوی لوی لوبغاړي، هنرمندان شامل دي یو اې ته ی سفر کړي او یو اې ې په دې قومی او تاریخي ورځ په غونډو کې برخه اخلي.
نن د متحده عربي اماراتو ملي ورځ ده، چې ددې هیواد د ګولډن جوبلي یعني طلايي جوبلي سره سمون خوري، په دې ورځ د د اماراتو د تاسیس ۵۰ کاله پوره کیږي.
هم ددې لوی او تاریخ ورځ په اړه د متحده عرب امارات د سپورټس عمومي ادارې د لوبو په اړه یو لوی ایونټ تابیا هم کړې ده چې په دې که به د متحده عرب امارات د ۵۰ کالو د سپورټس یعني د لوبو په شیبو او تاریخ رنړا واچولې شي.
د العربیه نیوز یو رپورټ مطابق متحده عرب اماراتو د چهارشنبه په ورځ په دوبۍ کې په 1971 کې د دې هیواد د تاریخي یووالي او د تاسیس 50 کلیزې په نمانځلو د یوې برخې په توګه عالي مراسم ترسره کړل.
د رپورټ مطابق 50 مه ملي ورځ د پنجشنبې په ورځ د هیواد په کچه د لمانځلو دمخه د چهارشنبه په ورځ د ایکسپو 2020 په ال وصل سټیج کې ولمانځل شوه.
د متحده عرب اماراتو ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان تر دې مخکې دا کال ۲۰۲۱ د یو اې اي ۵۰ کالو د ورځ په نامه اعلان کړې وو. د هیواد د نیمې پیړۍ کلیزې لمانځنې د اپریل له 6 څخه پیل شوي او د 2022 کال د مارچ تر 31 پورې به دوام وکړي.
………………………………………………….

دوبي ایکسپو ۲۰۲۰
…………………………………………………….

فوټو کریډټ: الغربیه نیوز
…………………………………………………….






