د امریکا پخوانی ولسمشر وايي چې دوی پۀ نړۍواله کچه خپل باور لۀ لاسه ورکړی دی 

0
150

د امریکا پخوانی ولسمشر وايي چې دوی پۀ نړۍواله کچه خپل باور لۀ لاسه ورکړی دی 

ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کې د چین او ټایوان ترمنځ وروستیو ناندریو ته په اشارې ویلي چې که چېرته دی په واک کې وای نو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ اوسنی کشمکش نه رامنځته کېده.

 

(2021 / 12 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د نړۍ په کچه د امریکا ځای ځایګی تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی او دغه هېواد نور له خپل پخواني اعتبار، نوم او نښانه برخمن نه دی.

ټرمپ په خپله وروستۍ مرکه کې د چین او ټایوان ترمنځ وروستیو ناندریو ته په اشارې ویلي چې که چېرته دی په واک کې وای نو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ اوسنی کشمکش نه رامنځته کېده.

هغه یو ځل بیا جو بایډن ملامت بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د نوموړي د ماشومانه سیاستونو له امله د امریکا باور په نړیواله کچه زیانمن شوی دی.

Leave a reply