د سرۀ صلیب نړۍواله کمېټه وايي چې افغانستان کې یې بشري فعالیتونه لومړیتوب دي 

0
122

د سرۀ صلیب نړۍواله کمېټه وايي چې افغانستان کې یې بشري فعالیتونه لومړیتوب دي 

نوموړي د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې زیاته کړې ده چې سور صلیب په افغانستان کې د ۱۴۰ کلینیکونو د تمویل ترڅنګ، د څښاک اوبو او ماشومانو ته د خوړو برابرولو په برخو کې هم فعالیت کوي.

 

(2021 / 12 /  2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سره صلیب نړیوالې کمېټې سیمه ییز رییس ویلي چې په جګړه ځپلو هېوادونو ځانګړې توګه افغانستان کې بشري فعالیتونه او مرستې ورته لومړیتوب لري.

الکساندر متیو ویلي چې دوی به په افغانستان کې خپلو بشردوستانه فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نوموړي د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې زیاته کړې ده چې سور صلیب په افغانستان کې د ۱۴۰ کلینیکونو د تمویل ترڅنګ، د څښاک اوبو او ماشومانو ته د خوړو برابرولو په برخو کې هم فعالیت کوي.

هغه ټینګار کړی دی چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې خپلواکي ته باید درناوی وشي.

Leave a reply