ملګرو ملتونو د افغانستان بانک ته ۱۶ میلیونه ډالر سپارلي دي
ملګرو ملتونو د افغانستان بانک ته ۱۶ میلیونه ډالر سپارلي دي
د دغه بانک په خبره، دوی هڅه کوي چې له بېلو اصولي لارو څخه په افغانستان کې د فقر او لوږې مخنیوی ممکن کړي. یاد بانک دغه راز ډاډ ورکړی دی چې ډېر ژر به د افغانستان بانکي سیسټم بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
(2021 / 12 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان بانک ویلي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پر دوام دغه بانک ۱۶ میلیونه ډالر نغدې پیسې هم ترلاسه کړې دي.
یاد بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرسته یې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) څخه تر لاسه کړې ده.
اړوند موضوعات:
د افغانستان بانک: په هېواد کې ټول پولي معاملات باید په افغانیو ترسره شي
اعلامیه کاږي چې مرکزي بانک د افغانستان پر بانکي سیسټم نظارت لري او دغه مبلغ به نړیوال بانک ته ولېږدوي.
د دغه بانک په خبره، دوی هڅه کوي چې له بېلو اصولي لارو څخه په افغانستان کې د فقر او لوږې مخنیوی ممکن کړي. یاد بانک دغه راز ډاډ ورکړی دی چې ډېر ژر به د افغانستان بانکي سیسټم بېرته عادي حالت ته راوګرځي.