خیبر یونین د بلدیاتي ټاکنو لپاره د دفتر پرانسته کړې

0
103

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې خيبر يونين پاکستان د بلدياتي انتخاباتو لپاره د مرکزي انتخاباتو دفتر په رسمي توګه پرانسته وکړه.

په دې موقع په غونډه کې شریکو مشرانو اوویل چې مونږ د نشه ی توکو خرڅوونکو او سرمایه دارانو په ضد میدان کې راوتلي یو کوم چې د قبایلي اولس د حقونو نه نا خبره دي او دوی به د قبایلی اولس لپاره عملی ګامونه پورته کړي .
مشرانو اوویل چې په بلدیاتي ټاکنو کې به په ۱۹ دسمبر ټول مالدار خلق چې د عوامو لپاره ی کومه ګټه نه ده کړي هم دا عوام به ی رد کړي او ووټ به د خیبر یونین امیدوار وګټي.
په دې موقع مراد ساقي افريدي، مرکزي صدر مجيب الرحمان، باني ليډر بازار ګل آفريدي، جنرل سيکرټري زاهد الله، هاشم خان، حارث، کامران عبدالباقي، مير عالم او نورو قومي مشرانو حاجي کپتان، اطبر ګل او معاذ ګل په شمول لسګونه کارکنان، او د زده کوونکو د اتحادي غړي هم موجود وو.

Leave a reply