ځوان افغان لوبغاړي راشد خان آی پي اېل کې لۀ حیدر آباد لوبډلې سره مخه ښه وکړه 

0
58

ځوان افغان لوبغاړي راشد خان آی پي اېل کې لۀ حیدر آباد لوبډلې سره مخه ښه وکړه 

هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې راشد خان د یادې لوبډلې سره غوښتل د ساتونکو لوبغاړو په لیست کې د لومړي لوبغاړي په حیث شامل شي او بیه یې هم لوړه کړي، خو د سنرایزرز لوبډلې کین ویلیمسن د لومړي لوبغاړي په توګه ټاکلی و.

 

(2021 / 12 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نړۍ په کچه بهترین ځوان افغان لوبغاړي راشد خان د هند په غوره لیګ سیالیو کې له سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره مخه ښه کړې ده.

هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې راشد خان د یادې لوبډلې سره غوښتل د ساتونکو لوبغاړو په لیست کې د لومړي لوبغاړي په حیث شامل شي او بیه یې هم لوړه کړي، خو د سنرایزرز لوبډلې کین ویلیمسن د لومړي لوبغاړي په توګه ټاکلی و.

د کرکټ نړیوالو او هندي مبصرینو د حیدراباد پرېکړه حیرانوونکې بللې ده ځکه د دوی په باور هره لوبډله غواړي راشد خان غوندې لوبغاړي ځان سره وساتي.

اړوند موضوعات: 

نړیوال شنونکي وايي چې راشد خان د سږني نړیوال جام خطرناک لوبغاړی دی

راشد خان هم منلې ده چې له حیدراباد لوبډلې سره یې مخه ښه کړې ده او په یاد لیګ کې یې له دغې لوبډلې سره خپل سفر بریالی او له خاطرو ډک بللی دی.

یو شمېر رسنیو ویلي چې راشد خان له حیدراباد لوبډلې د اتیا میلیونه هندي کلدارو پر ځای ۱۶۰ میلیونه روپۍ غوښتې وې خو تر مذاکراتو وروسته ورسره هوکړې ته ونه رسېد.

د ویلو ده چې راشد خان یو له پریښودونکو لوبغاړو څخه دی چې سنرایزرز لوبډلې سره تړون ته له نه رسېدو وروسته ممکن د راتلونکي کال هند غوره لیګ لپاره بولۍ ته وړاندې شي.

Leave a reply