روسیې د بشري مرستو درېیمه جوپه کابل ته رارسېدلې ده

روسیې د بشري مرستو درېیمه جوپه کابل ته رارسېدلې ده
راپور کاږي چې په دې مرستو کې روغتیایي او خوراکي توکي، کمپلې، د کرونا وبا د تشخیص کیټونه او د روغتیایي مراکزو تجهیزات شامل دي.
ویل کېږي چې دا الوتکې به روسي او هغه افغان وګړي بېرته روسیې ته ولېږدوي چې تر وروستیو تحولاتو وروسته په افغانستان کې بند پاتې شوې وو.
(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د بشري مرستو درېیمه محموله هم پلازمینې کابل ته رسېدلې ده.
راپورونه وایي چې د مرستې دا ۳۶ ټنه محموله نن د دریو الوتکو په واسطه کابل ته انتقال شوې ده.
راپور د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي چې په بشري مرستو بار د ایلیوشین په نامه یې درې سترې الوتکې کابل ته تللې دي.
اړوند موضوعات:
روسیه سه هواپیمای نظامی برای تخلیه افراد و رساندن کمکهای بشردوستانه به کابل فرستاد