سبا د متحده عرب امارات ۵۰ پنځوسمه قومي ورځ نمانځل کیږي

فوټو کریډټ : نیویارک ټایمز
باغي ټي وي رپورټ
سبا په ۲ دسمبر کال ۲۰۱ د یو اې اي (متحده عرب امارات) پنځوسمه قومي ورځ په ډیر جوش او جذبې سره نمانځل کیږي، ددې د اماراتو نه علاوه به دا ورځ د نړۍ په نور هیوادونو کې هم ونمانځل شي.
د نیو یارک ټایمز ویب پانړې یو راپور مطابق لکه څنګه چې متحده عرب امارات د دسمبر په 2 نیټه د 50 پنځوسمې ملي ورځې لپاره د عالي جشنونو کوربه توب لپاره چمتو دی ، هم دغه شان په زرهاو میله لرې ، د امریکې په یو مهم او تجارتي ښار نیویارک کې به هم د متحده عرب امارات په رنګونو کې راښکاره شي او دې لپاره امریکا ایالت ددې ځانګړې ورځ د نمانځلو لپاره تیاریانې پیل کړي دي.
د نیویارک ټایمز رپورټ زیاتوي چې د متحده عرب امارات ویاړ او وقار به په نیویارک کې په بشپړ ډول نندارې ته وړاندې شي کوم چې د دسمبر په دویمه نیټه د اماراتو د ورځې په توګه اعلان کړی. په رپورټ کې زیاتوي چې د متحده عرب اماراتو د ګولډن جوبلي نمانځلو په لړ کې به په نیویارک کې یو شمیر نورې غونډې هم ترسره شوې چې دا لویه ورځ په ښه توګه ونمانځل شي.






