وزیراعلی محمود خان د صوبې په ۶۲ غونډې مشري کړې

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د کابينې 62مه غونډه د نهې په ورځ د خېبرپښتونخوا د وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کې وشوه، په غونډه کې په مهمو موضوعاعو او په صوبه کې په مهمو مسلو او ستونزو ټینګار وشو.

په دې مهمه غونډه کې د ۲۱ یوویشت ټکو په ایجنډا خبرې وشوې ، ددې ایجنډا نه علاوه په دې ایجنډا کې نور مهم موضوعات هم شامل کړې شي.
په غونډه كښې د صوبائي كابينې غړو نه علاوه چيف سيكرټري ډاكټر شهزاد بنګش، ايډيشنل چيف سېكتر شهاب علي شاه، د ريونيو بورډ سينئر غړي سيد ظفر علي شاه او اړونده انتظامي مرستیالانو ګډون وكړو۔
د صوبای کابینې په دې مهمه غونډه کې د ګيس توليدونکو ضلعو کښې د ګيس سهولت عام کولو او غځولو لپاره او بحالۍ لپاره ايس اين جي پي ايل ته د ۲.۶۷ اربه روپو اضافي فنډی منظوري هم ورکړه.
صوبائي کابينې د تاجه زئي لکي مروت سپورټس کمپلکس د شهيد عدنان مروت په نوم د نومولو منظوري ورکړه، کابینې غړیو اوویل چې د عدنان مروت شهيد په نوم د دغه کمپلکس د نومولو مقصد د دادې چې شهید د ترهګري په ضد جنګ کې خپل ځان قربانولو اعتراف وشی او اومنل شي چې ددې صوبې او هیواد شهیدانو ددې ملک لپاره ځانی او مالي قربانۍ ورکړي دي.
صوبائي کابينې د پيښور پريس کلب غړو ته په نيو پيښور وادي کښې د لس مرله پلاټونو ورکولو او انفارميشن کمپليکس لپاره د زمکې د الاټ کولو منظوري هم ورکړې ده۔

Leave a reply