افغانستان کې د بشر حقوقو د څار کمیسیون وايي چې طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته سل کسه د پخواني حکومت ځواکونه وژلي دي 

0
229

افغانستان کې د بشر حقوقو د څار کمیسیون وايي چې طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته سل کسه د پخواني حکومت ځواکونه وژلي دي 

د بشري حقونو د څار په وینا، اعدامونه د اګست او اکتوبر ترمنځ په غزني، هلمند، کندهار او کندز ولایتونو کې شوي، خو ګومان کېږي چې په ټول افغانستان کې ورته پېښې شوې دي.

 

(2021 / 11 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بشري حقونو د څار اداره وايي، طالبانو یوازې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د غچ اخیستو په لړ کې تر سلو ډېر کسان اعدام کړي او یو شمېر کسان یې په زوره ورک کړي دي.

اړوند موضوعات: 

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو له‌خوا پر رسنیو د تازه مقرراتو وضع کول د بیان ازادي کمزورې کوي

پۀ افغانستان کې اعدامونه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته ترسره شوي دي.

د بشري حقونو د څار په وینا، اعدامونه د اګست او اکتوبر ترمنځ په غزني، هلمند، کندهار او کندز ولایتونو کې شوي، خو ګومان کېږي چې په ټول افغانستان کې ورته پېښې شوې دي.

د راپور له مخې، د طالبانو مشرتابه د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو غړو ته لارښوونه کړې چې تسلیم شي او د دوی د خوندیتوب لپاره یو لیک ترلاسه کړي.

خو د هیومن رایټس واچ په وینا، طالبانو دا تکتیک د دې لپاره کارولی چې د افغان حکومت د پخواني امنیتي ځواکونو غړي وپيژني او په میدان کې یې اعدام کړي، یا یې له نوم لیکنې څو ورځې وروسته په زوره ورک کړي او بیا یې خپلوان، د هغوی جسدونه وموندل.

طالبانو تر اوسه د بشري حقونو د څار ډلې د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د امریکا متحدو ایالتونو لږ تر لږه ۱۲۵۰۰۰ کسان چې ډېری یې افغانان وو، له هېواده وایستل.

خو اوس هم هره ورځ په زرګونو کسان د بې وزلۍ، بېکارۍ او د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې د بېلابېلو لاملونو له امله خپل هېواد پرېږدي.

 

Leave a reply