په جمرود کې د بلدیاتي ټاکنوپه اړه د دیني عالمانو مهمه پریکړه

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې یو شمیر دیني عالمانو یوه مهمه پریکړه کړې ده، دیني عالمانو اعلان کړې دي چې په راروانو بلدیاتي ټاکنو کې به د جمعیت علمای اسلامی امیدوار ته ووټ وکړي چې د تحصیل جمرود مشر ی وټاکي.
دینې عالمانو په جمرود پریس کلب د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د جے يو آئي اميدوار مولانا سعيد خان آفريدي ته د ووټ ورکولو لپاره د مکمل ملاتړ اعلان وکړو.
په ديني عالمانو کې مفتي سميع ګل، مولانا ضياء الله، مفتي احسان الله، مولانا امير جان، مولانا محمد سعد، مفتي ضياء الرحمن، مفتي اقبال او نورو وويل چې جمعيت علماء اسلام يو نړيوال تحريک دی او د پاکستان په آزادۍ او خپلواکۍ کې ی هم ډیر فعال رول لوبولې دي، عالمانو ژمنه وکړه چې په بلدیاتي ټاکنو کې به د جعیت علمای اسلام امیدوار کامیابوي.






